ډېر لوستل شوي

ايران هم په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر کان بريد غندلی

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له غبرګون ورسته، د ايران بهرنيو چارو ورزات هم په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر کان بريد غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دغه کان پر کارکوونکو وروستی برید غندلی او دا یې یو “ترهګریز” اقدام بللی دی.

 ښاغلي بقایي ویلي، له ترهګرۍ سره مبارزه د سیمې او نړۍ په کچه د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.  د یادونې وړ ده، چې په بلوچستان کې د ډبرو سکرو پر کان د تېرې جمعې برید کې، د درېیو افغانانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او د څلورو افغانانو په ګډون اووه نور ټپیان شوي دي.

اړوند خبرونه