ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ماليزيا چارواکو سره کتلي

په ماليزيا کې دافغانستان سفارت ويلي، چې سرپرست سفیر د افغانستان لپاره د ماليزيا له ځانګړي استازي او د بهرنيو چارو وزارت له سلاکار سره کتلي دي.

دې سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په ماليزيا کې د افغانستان د لوی سفارت سرپرست نقيب‌الله احمدي د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استاري او د بهرنيو چارو وزير مشاور داتو احمد اعظم سره په خپل دفتر کې ليدلي دي.

په دې ناسته کې دواړو لورو د ښو اړيکو، مثبتو پرمختګونو، ماليزيا ته د پوهنې وزارت د مسوولينو پر سفر، ظرفيت لوړونې او روزنيزو پروګرامو کې د ګډون په موخه خبرې شوې دي. په ماليزيا کې د افغانستان سفارت د مسوولينو په خبره، دواړه لوریو په راتلونکې کې د ګډو ګټو پر بنسټ د پیاوړي اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

اړوند خبرونه