د کابل امنيه قوماندانۍ په ننګرهار او کابل کې د دوه حرفوي جعل کوونکو ډلو د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
دې قومانداني ويلي، چې یوه شپږ کسيزه ډله د جعلي پيسو د لېږد په قضيه کې نيول شوي ده.
د دې ډلې یوه تن په خپل جرم اعتراف کړی او وايي: « موږ جعلي پیسې له پاکستان هېواد څخه راوړلې او په کابل ښار کې مو په بېلابېلو تکتیکونو پر خلکو پلورلې.» د کابل امنيته قوماندانۍ مسوولين وايي، چې د جعل کوونکو بله درې کسيزه ډله په جلال اباد ښار کې د جعلي سرو زرو د پلور په تور نيول شوي ده.