د کورنيو چارو وزارت د کندوز ولايت په شېرخان بندر کې د ۱۶ امنيتي کمرو د نصبولو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلی، چې د دې وزارت د تأمیناتي چارو معینیت د مخابرې او ټکنالوژۍ لوی ریاست د تخنیکي پرسونل په مرسته د کندز ولايت په شېرخان بندر کې ۱۶ امنيتي کمرې نصب او د څار له مرکزي سیستم سره ونښلولې.
مسوولين زياتوي، چې يادې امنيتي کمرې یې د امنيت د لا پياوړتیا په موخه نصب کړې دي.
د ويلو ده، چې کورنيو چار وزارت تر دې وړاندې هم په مرکز او يو شمېر نورو ولايتونو کې د امنيتي کمرو د نصب خبر ورکړی و.