د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور د قرغيزستان او ازبيکستان هېوادونو د شرکتونو له مسوولينو سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، چې په دې کتنه کې قرغيزستان د”صدف“ شرکت مسوول ابوبکر او د ازبيکستان د ”ام. جې، سي، سي“ شرکت مسوول مراد په افغانستان کې د انرژۍ په توليد کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی. په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د هغوی له لېوالتيا هر کلی کړی او د پانګونې لپاره يې د زمينې د چمتووالي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.