ډېر لوستل شوي

ملا خيرالله خيرخواه د کندهار له والي سره کتلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي ملا محمد شیرین اخوند سره کتلي دي.

ياد وزارت وایي، چې په دې کتنه کې د بهرنیو سیلانیانو پر راتګ، د یو شمېر تاریخي ابدو پر رغونې او یو شمېر نورو فرهنګي او تاریخي موضوعاتو په تړاو خبرې شوې.  په همدې حال کې، د کندهار والي د یاد وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه کړې او د تاریخي ابداتو د رغونې او ښې ساتني ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې کړې ده.

اړوند خبرونه