په قطر کې د افغانستان سفارت وايي، چې د دې سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعيم د ترکيې سفارت په رسمي بلنه د يو شمېر هېوادونو د سفيرانو د مخې ښې په غونډه کې ګډون کړی دی.
دې سفارت ويلي، چې غونډه په ياد هېواد کې د ترکیې هېواد د سفارت له لوري د جاپان، فليپين او سريلانکا هېوادونو د سفيرانو د دندو د پای ته رسېدو او له هغوی سره د مخې ښې په پار جوړه شوې وه. د ويلو ده، چې په يادو مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو سفيرانو هم ګډون کړی و.