ډېر لوستل شوي

په کندهار کې لرغوني اثار کشف او نيول شوي

په کندهار کې ۱۶۹ قلمه تاريخي او لرغوني کتابونه او فلزي اثار کشف او ضبط شوي دي.
د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور “څپاند” وايي، چې په دې اثارو کې ۱۵۶ نوي او تاريخي قلمي او چاپي کتابونه او ۱۳ قلمه فلزي اثار شامل دي.
د نوموړي په وينا، دغه اثار به تر ثبت، تشخيص او ترميم وروسته په موزيم کې نندارې ته وړاندې شي.

اړوند خبرونه