ډېر لوستل شوي

د پولیو د همغږۍ غونډه پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو دې وزارت کې د پولیو پروګرام د همغږۍ کلنۍ غونډې د پیل خبر ورکړی دی.
په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د ولایتونو روغتیا رییسانو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو، د کتلوي معافیت کارکوونکو، د پولیو له منځه وړلو سیمه ییزو بېړنیو عملیاتي مرکزونو مسوولینو او د پولیو له منځه وړلو پروګرام کلیدي شریکانو برخه اخیستې وه.
ویل کیږي، دا غونډه به دوې ورځې دوام وکړي، چې موخه یې د پولیو پروګرام اوسني پرمختګونو ارزول، دې لړۍ کې شته ننګونې په ګوته کول او مناسبې حللارې ورته موندل دي.

اړوند خبرونه