ډېر لوستل شوي

د کجکي برېښنا بند پروژې د مالي‌ملاتړ درې اړخیز تړون لاسلیک شوی

د افغانستان برېښنا شرکت د کجکي د برېښنا بند پروژې د مالي ملاتړ درې اړخیز تړون د لاسليک خبر ورکړی دی.
ياد شرکت ويلي، چې د دې تړون پر بنسټ، د کجکي برېښنا انرژۍ د تولید شرکت د غوښتنې سره سم افغان ملي بانک د کجکي برېښنا بند پروژې د مالي ملاتړ په موخه د بیع مرابحې په ډول ۱۲ ميلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړې ده.
د مسوولينو په خبره، افغان ملي بانک به له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه د پینځو کلنو په لړ کې يادې پيسې د کجکي برېښنا انرژۍ د توليد شرکت ته ورکوي.

اړوند خبرونه