د فاریاب ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د راپور له مخې، د دې ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د “رسالت” په نوم د کډوالو ښارګوټي د بشپړ پلان پلي کېدو د پيل خبر ورکړی دی. په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د فرمان له مخې، د ياد وزارت يوه پلاوي د دې ولسوالۍ له مسوولينو او ځايي خلکو سره د ښارګوټي د جوړونې په تړاو خبرې کړې دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد پلاوي د ښارګوټي جوړولو پلان په اړه خپل معلومات وړاندې کړي او زياته کړې يې ده، چې په پلي کېدو سره به یې بې ځايه شويو او راستنو شويو ته په عادلانه توګه ځمکې ورکړل شي.
د ويلو ده، چې د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان او ولسوال د ښارګوټي جوړوني د امنيت ډاډ ورکړی دی.