د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي، سږکال دې ولایت کې له ۲۶۹۰ هکټاره ځمکې څخه ۵۳۸۰ ټنه پنبه حاصله شوې، چې دا حاصل د تېرکال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښیي.
د فراه ولايت د اوبولګولو او مالدارۍ رييس زیاته کړې، چې پنبه او زغفران د کوکنارو ښه بدیل کېدلی شي او اوسمهال یادو دوو کرنیزو توکو ته د فراهي کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې.
په ورته وخت کې د فراه یو شمېر بزګران د پنبې د حاصلاتو له زیاتوالي څخه خوښ دي او له اسلامي امارت غواړي چې د اوبو د ثبات په موخه د بخش اباد بند کارونه لا چټک کړي.