ډېر لوستل شوي

قلعه‌نو کې ۶ استنادي دېوالونه رغېږي

د بادغیس په مرکز کې د ۱۴ میلیون افغانیو په ارزښت د ۶ استنادي دېوالونو چارې پیل شوي دي.
د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي باریداد صابر ویلي، چې دا استنادي دېوالونه د ای.او.اېم. په مالي همکارۍ رغیږي، چې چارې به یې ۳ میاشتې وخت ونیسي.
ددغو استنادي دېوالونو په جوړېدو سره به د سیمې وزګارو ځوانانو ته کارموندنه هم وشي.

اړوند خبرونه