ډېر لوستل شوي

متقي: د یوناما نوې مشره به د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې پیاوړې کړې

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اتونبایېوا سره کتلي دي.
اتونبایېوا دې کتنه کې جورجیت ګانیون د یوناما نوې سیاسي مرستیالې په توګه وروپېژندله.
په همدې حال کې مولوي امیرخان متقي هیله ښودلې، چې ګانیون به د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړې او له خپل اړخه یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
دې کتنه کې همدارنګه د ملګرو ملتونو د فعالیت پر بېلابېلو اړخونو هم بحث شوی.

اړوند خبرونه