افغاني سرې مياشتې ټولنې په ميدان وردګو ولايت کې ۲۲۸ زدهکوونکو ته د ښوونيزو خدمتونو د برابرولو خبر ورکړی دی.
د دې ټولنې مسوولين وايي، چې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ۲۲۸ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره شوې ده.
مسوولين زياتوي، چې په ياده موده کې ۲۰ تنه زدهکوونکي د زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ او پاتې ۲۰۸ تنه لا هم په زدهکړو بوخت دي.