په بلوچستان ایالت کې د ګوزڼ د یوې بلې پېښې په ثبتېدو دې ایالت کې د ګوزڼ ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۱۷ ته ورسېد.
راپورونه وایي، چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال راهیسې په اسلاماباد، سند، پنجاب، خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ټولټال د ګوزڼ ۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
روغتیاپالان وایي، چې ګوزڼ درملنه نه لري، خو د پولیو دوه څاڅکي واکسین کولی شي، چې تر پینځو کلونو کمعمره ماشومان له تلپاتي معلولیت څخه راوګرځوي.