د اسراييلو صهیونيستي رژيم لومړي وزير بنيامين نتانياهو د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ټيلفوني خبرې کړې دي.
د راپورونه له مخې په دې ټيلفوني خبرو کې د صهيونيست رژيم لومړي وزير ويلي، چې د ايران پر اټومي او نفتي تأسيساتو د بريد پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده، چې په اسریيلو باندې د ايران له توغنديز بريدونو وروسته، دې رژيم هم د غچ اخېستلو خبر ورکړی دی.