د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې په لومړي ځل د افغانستان محصولات او توکي نندارې ته کېښودل شي.
په همدې تړاو د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ، د سکټوري خونو د استازو او د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې د استازو په شتون کې یوه ناسته ترسره شوه، چې موخه یې دې نندارتون کې د افغانستان ګډون او لازمې اسانتیاوې ورته چمتو کول دي.
ټاکل شوې، چې دا نندارتون د ترکیې په استانبول ښار کې د راتلونکې لیندۍ میاشتې په شپږمه جوړ شي.
یاد نندارتون کې په لومړي ځل د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه او خصوصي سکټور ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د “استانبول حلال نندارتون” د اسلامي نړۍ په کچه یو له سترو نندارتونو او د ټولې نړۍ په کچه درېیم لوی نندارتون دی، چې تېرکال په دغه نندارتون کې د نړۍ له ۱۲۵ هېوادو څخه د سوداګرۍ د ۶۰ وزیرانو، صنعتکارانو او پانګوالو برخه اخیستې وه.