عامې روغتيا وزارت د خصوصي روغتيايي سکټور مسوولينو ته د دوه ورځني روزنيز ورکشاپ د جوړولو خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د روغتايي مديريت معلوماتي سيستم (اېج.ام.ای.اېس) څانګې له لوري په مرکز کابل کې د خصوصي روغتونونو مسوولينو ته دوه ورځنی روزنيز ورکشاپ جوړ شو.
د مسوولینو په خبره، ياد روزنيز ورکشاپ د روغتيا نړيوال سازمان په مالي ملاتړ په استقلال روغتون کې په په پام کې نیول شوی و.
د یادونې وړ ده، چې په خصوصي روغتیايي سکټور کې تر دې دمه د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم نه دی پلي شوی او د مسوولينو په خبره تر دې وروسته به په خصوصي سکټور کې فعال شي.