ډېر لوستل شوي

مفتي عبدالمتین قانع: اسلامي امارت پورې اړوندې وسلې له لاسرسي خوندي دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په یوه ویډیویي کلیپ کې ویلي، چې په تورخم کې د پاکستاني پولیسو په وسیله نیول شوې وسلې د افغان ځواکونو نه دي.
ښاغلي قانع زیاته کړې، چې اسلامي امارت هېواد کې چا ته د وسلو د پلور، پېر او قاچاق اجازه نه ورکوي.
نوموړي وړاندې ویلي، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو وسلې په ډيپوګانو کې خوندي دي او له عامه لاسرسي لیري دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو په تورخم ګمرک کې د ځینو وسلو د نیونې خبر ورکړی وو. دا وسلې په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوې وې، چې پاکستانيو پولیسو ونیوې.

اړوند خبرونه