ډېر لوستل شوي

په هلمند کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ‌بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د  المپيک ملي کمیټې، بدني روزنې او سپورټ لوی رياست د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په بولان سيمه کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د ټېپ‌بال کرېکټ د سياليو د پيل خبر ورکړی دی.

دې رياست ويلي، د يادو سياليو لومړۍ لوبه د “عبرت” او “بولان” اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې “عبرت” لوبډلې د ۹۶ منډو په توپېر خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې وړکړه او د سياليو لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د مسوولينو په خبره، دغه لوبلړۍ به دوه مياشتې دوام وکړي.

اړوند خبرونه