ډېر لوستل شوي

امنیتي کمیسیون د هېواد د امنیتي وضعیت ارزونه کړې

امنیتي او تصفیوي کمیسیون تېره ورځ (سه شنبه، تلي ۲۴مه) د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په خپله نوبتي ناسته کې د هېواد د امنیتي وضعیت اروزنه کړې ده.

په دې ناسته کې د مولوي محمد یعقوب مجاهد تر څنګ د کورنيو چارو وزارت اداري مرستیال ملا رحمت الله نجيب، د استخباراتو لوی ریاست لومړي مرستيال ملا تاج میر جواد په ګډون د کمیسیون نورو غړو هم برخه اخیستې وه.

دې ناسته کې شمالي ولایتونو ته د کمیسیون د غړو د سفرونو راپورونه وړاندې شول او د امنیت او تصفیې برخه کې پر شویو پرمختګونو خوښي وښودل شوه.

د ویلو ده، چې دا کمیسیون د هېواد د روانو امنیتي چارو د ارزونې په موخه رامنځته شوی. امنیتي او تصفیوي کمیسیون خپله ناسته په داسې وخت کې کوي، چې په ټول هېواد کې امن دی او د شته نظام هېڅ مخالفه وسله‌واله ډله نه ترسترګو کیږي.

اړوند خبرونه