ډېر لوستل شوي

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت: په روان کال کې ۱۲۴ پروژې منظورې شوې

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت په روان لمريز کال کې په ټول هېواد کې د شاوخوا ۳۵ ميلياردو افغانيو په ارزښت د ۱۲۴ پروژو د منظورېدو خبر ورکړی دی.

ياد معاونيت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې پروژو کې پر لويو لارو او ښاري سړکونو سربېره د بندونو، کانالونه، د برېښنا توليدي شبکو پراختيا، روغتيايي مرکزونه، هوايي ډګرونه، ريل پټلۍ، مخابراتي او انټرنيټي خدمتونه، د اوبو رسولو شبکې، د کرنيزو ځمکو پراختيا، استنادي دېوالونه او د ښونيزو بنسټونو د پراختيا پروژې شاملې دي. د اقتصادي معاونيت د خبرپاڼې له مخې، د منظور شویو پروژو لګښت د اسلامي امارت له بودیجې ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه