ډېر لوستل شوي

د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه ددې وزارت د لومړي مرستیال له خوا پرانیستل شوه

د ملي دفاع وزارت شمالي دروازه(خالد قراول)، چې د حمایې او امنیت د ټینګښت لوا په هڅو جوړه شوې نن(چهارشنبه، تلې ۲۵مه) د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال ملا محمد فاضل “مظلوم” له لوري په رسمي توګه پرانیستل شوه.
ددې دروازې د پرانیستې په مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال سربېره ‏د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله “حکیمي”، د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال مالي خان “صدیق” او ګڼ شمېر نوروو رییسانو ونډه اخیستې وه.
د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي دا کار لویه لاسته راوړنه بللې او د حمایې او امنیت ټینګښت لوا کارونه یې ستایلي دي.
ښاغلي حکیمي په خپلو خبرو کې مجاهدین خپلو مسوولیتونو ته رابللي او پر بیت المال یې د پاملرنې ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه