د کانونو او پټرولیم وزارت ملا هدايتالله بدري د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ له مخورو او مشرانو سره په کتنه کې د دغې ولسوالۍ د کاني زېرمو او د مديريت په تړاو یې خبرې کړې دي.
د ياد وزارت سرپرست په دې کتنه کې ويلي، قراردادي شرکتونه مکلف دي چې له خپلو ژمنو سره سم د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کار او فعاليت وکړي.
ښاغلي بدري زياته کړې، چې د یادې ولسوالۍ خلکو ته د قراردادي شرکتونو له لوري د کاري فرصتونه برابرول د کانونو او پټرولیم وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.
د ويلو ده، چې د اسلامي امارت چارواکي وخت نا وخت له مخورو مشرانو سره ناستې او لیدنې کوي او ستونزې يې له نږدې څخه اوري.