ډېر لوستل شوي

ملا عبداللطيف منصور: افغانانو ته د اوبو مديريت او د انرژي د پراختيايي پروژو پلي کېدل لومړيتوب لري

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور په افغانستان کې د يو.اين.ډي.پي یا د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له رییس سټیفن روډرېګس سره کتلي دي.

په دې کتنه کې ښاغلي عبداللطيف منصور ويلي، چې په اوسنيو شرايطو کې افغانانو ته د اوبو مديريت او د انرژي د پراختيايي پروژو پلي کېدل دې وزارت ته لومړيتوب لري او له دغه سازمان یې په یاده برخه کې  د همکارۍ غوښتنه کړې. په ورته مهال، د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې رییس ښاغلي روډريګس په مطرح شوې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه