ډېر لوستل شوي

۷ ولایتونو کې د شړکنده بارانونو اټکل شوی

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په اووه ولایتونو کې د شړکنده باران اټکل کړی دی.

دغه ریاست په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل هم کړی.

یاد ریاست ویلي په بدخشان، نورستان، تخار، پنجشېر، بغلان، کندز او بلخ ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي میټره پورې وي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې سېلابونو او تېزو ورښتونو د هېواد په ختیځو برخو کې ځاني او مالي زیانونه هم اړولي وو.

اړوند خبرونه