د کورنيو چارو وزارت په هلمند، سمنګان، نيمروز، تخار او بلخ ولايتونو کې د غلا، قاچاق، اخلاقي فساد او د نشهيي توکو کارولو په تور د ۱۷ تنو د نيولو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت ويلي، چې له دې ډلې يې پينځه تنه د وسپنې او تېلو د قاچاق په تړاو، هلمند کې پينځه تنه د نشهيي توکو د کارولو او غلا په تور، په سمنګان کې درې مجرمين، په نيمروز کې دوه تنه د اخلاقي فساد او په تخار او بلخ کې دوه تنه د مسلکي غلاوو په تور نيول شوي دي.
مسوولينو زياته کړې، چې د کورنيو چارو وزارت اړوند د هرات پوليسو په دې ولايت کې يوه اندازه وسلې او پوځي وسايل هم موندلي او ضبط کړي دي. په همدې حال کې، د ياد وزارت مسوولينو په نيمروز ولايت کې د ۳۰۰ څارويو د قاچاق د مخنيوي خبر هم ورکړی دی.