ډېر لوستل شوي

د ځانبسیاینې پر لور ستر ګام؛ هېواد کې نوی بس موټر جوړ شو

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن (پنجنشبه، تلې ۲۶مه) په خپل رسمي اېکس هېواد کې د بس موټر د تولید خبر ورکړی دی.

ښاغلي مجاهد لیکلي، چې دا بس موټرونه به ډېر ژر د ښاري ټرانسپورټ په موخه وکارول شي. ویل کیږي، چې ددې بسونو په فعالیت سره به ښاري ګڼه ګوڼه کمه او ټرانسپورټي سیسټم منظم شي.

د مولوي ذبیح الله مجاهد په خبره، چې ددغو بسونو پرانیسته به په رسمي ډول سره ترسره شي. هېره دې نه وي، چې تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې دا مهال په لمریزه انرژۍ د چلېدونکي موټرو د تولید کارخونه هم په هېواد کې فعالیت کوي او افغان حکومت د موټر جوړونې څو بهرنۍ کارخونې هم هېواد ته رابللې وې.

اړوند خبرونه