ډېر لوستل شوي

په ارزګان کې يو روغتيايي مرکز پرانیستل شو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په ارزګان کې د “بي.اېچ.سي” روغتيايي مرکز پرانيستلو خبر ورکړی دی.

دې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه روغتيايي مرکز د ترينکوټ د “ابردي” په کلي کې د ياد ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو او د عامې روغتيا رياستونو په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. په دې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال او د ارزګان والي د دې روغتيايي مرکز پرانیسته د ابادۍ پر لور يو ښه ګام بللی او په خبره يې، چې په دې ولايت کې به د خلکو د روغتيايي ستونزو د هواري په پار خپلې هڅې لا زياتې کړي.

اړوند خبرونه