ډېر لوستل شوي

په ماليزيا کې د افغانستان سفیر د حسن قرائت او حفظ په نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی

په ماليزيا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقيب‌الله احمدي د قرآن مجید “حسن قرائت او حفظ” په ۶۴م نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

دې سفارت نن (پنجشنبه، تلې۲۶مه) په خپل رسمي اېکس د ښاغلي احمدي د ګډون خبر ورکړی دی.

په دې کنفرانس کې د نړۍ له ۷۱ هېوادونو څخه د قران‌کريم نږدې ۱۰۰ تنو حافظانو ګډون کړی وو. د ويلو ده، چې ياد کنفرانس په کال کې يو ځل د ماليزيا هېواد په کوربه‌توب جوړېږي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو حافظان پکې ګډون او سیالي کوي.

اړوند خبرونه