د افغانستان اسلامي امارت د یحیی سنوار د شهادت په پار د حماس اسلامي غورځنګ، فلسطیني ولس او مجاهدینو ته تسلیت وړاندې کړی.
په یاده خپره شوې اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، صهیونیستان باید په یاد ولري، چې د مجاهدو مشرانو په شهادت سره به د دوښمن پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې او ګړندۍ شي.
اسلامي امارت بیاځلې د ټولې نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی، چې د فلسطیني مظلومانو د داعیې تر شا ودریږي او خپل الهي مکلفیت ادا کړي.