ډېر لوستل شوي

له درې اړخیزې سیالیو وروسته؛ ابدالیان د اسیا ایمرجېنګ جام لوبوي

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د ابدالیانو کرکټ لوبډله به د ایمرجېنګ جام سیالیو په لړ کې نن ماښام له سریلنکا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
ابدالیانو کرکټ لوبډله په الف ګروپ کې ځای لري، چې یکشنبه به له بنګله دېش او سه شنبه به له هانګ کانګ سره ولوبېږي.
په دې شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان سربېره د ۷ نورو اسیایي لوبډلو لوبغاړي لوبېږي.
افغان کرکټ بورډ دې لوبو ته د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ یوه ۱۵ کسیزه لوبډله ټاکلې، چې تر دې دمخه یې له عمان او هانګ کانګ مهمې سیالۍ ګټلې وې.

اړوند خبرونه