د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني د پکتيا په “ګرده څېړۍ” ولسوالۍ کې د”نورالمدارس“ مدرسې په فراغت غونډه کې ويلي، د فکري جګړې مقابله په علم، پوهې او اسلامي ارزښتونو ته په ژمنتيا سره وکړئ.
ښاغلي حقاني زياته کړې، چې کفارو په افغانستان کې په پوځي برخه کې ماتې خوړلې او اوس يې فکري جګړې ته مخه کړې ده.
نوموړي همدا راز په خپلو خبرو کې د ولسونو پر اتفاق او یووالي ټینګار کړی او په وينا خلک باید ټول دیني، قومي او ټولنیز مناسبات له علماوو، مشرانو او ځایي چارواکو سره په همغږۍ ترسره کړي او دیني مدارس باید د خلکو د اتفاق پته واوسي.
په ياده غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست له قومونو غوښتي، چې د یوشمېر کړیو په تشو او بې مانا شعارونو تېر نه وځي، بلکې د هر چا د ملاتړ لپاره اسلامي شریعت معیار وګرځوي؛ ځکه په خبره یې امنیت او د انسانیت ټول حقوق په اسلامي شریعت کې خوندي دي.