منځني ختیځ کې د ناکرارۍ په ترڅ کې دا ځل د نتنیاهو کور هم خوندي پاتې نه شو. حزب الله وایي، چې په ډرون یې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کور ویشتی دی.
شنونکو دا تاریخي برید بللی دی. له لسګونو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر کور په نښه کېږي. د صهیونیست رژیم ۱۲ کانال ویلي، چې تهران د نتنیاهو د ترور په هڅه کې دی.