ډېر لوستل شوي

پکتيا کې د سربند، محافظتي دېوال او کانال جوړونې پروژه پيل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پکتيا ولايت د شواک ولسوالۍ په “نوي کوټ ” کلي کې د سربند، محافظتی دېوال او کانال د جوړونې پروژې د پيل خبر ورکړی دی.

د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شواک ولسوالۍ په “نوي کوټ” کلي کې د سربند، محافظتي دېوال او کانال جوړونې پروژه د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

د مسوولينو په خبره، دغه پروژه به د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ د يوې نيمې مياشتې په لړ کې بشپړ شي. د يادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر دې وړاندې هم د همکارو مؤسسو په مرسته په يو شمېر سيمو کې د کرنېزو ځمکو د خړوبولو په موخه سربندونه، محافظتي دېوالونه او کانالونه جوړ کړي دي.

اړوند خبرونه