ډېر لوستل شوي

د نورستان د مرکز پارون په ګډون ددې ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې.

د نورستان د پوهنې رییس ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ ښوونځیو ګڼې بیارغنیزې چارې پیل شوي دي.

دې پروژو کې د ښوونځیو د ودانیو بیارغونه، د ښوونځيو د احاطې دېوالونه، د اوبو رسونې شبکې او نورې چارې شاملې دي. ددې ښوونځیو د بیارغونې چارې به ۶ میاشتې وخت ونیسي، چې په بشپړېدو سره به یې ددې ولسوالیو اوسېدونکو ته لنډمهاله کارموندنه هم وشي.

اړوند خبرونه