راپورونه وایي، چې صهیونیستي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د غزې په شمال کې د کډوالو یو استوګنځای په نښه کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې شاوخوا ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یاد برید د بیت “لاهیا” ښارګوټي کې پر بې ځایه شویو بې ګناه فلسطینیانو شوی.
صهیونیست رژیم د برید پخلی کوي، خو وایي چې مخالفین یې د مرګ ژوبلو په شمېرو کې له مبالغې کار اخلي. ویل کیږي، چې ددغو شهیدانو جسدونه لا هم د ویجاړیو او دېوالو لاندې دي او رایستل شوي نه دي.