د پاکستان روغتیایي مسوولینو دې هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو له زیاتوالي اندېښنه ښکاره کړې ده.
تازه د یاد هېواد رسنیو د دوو نورو مثبتو پېښو د ثبت خبر هم ورکړی.
پاکستاني رسنیو د بېړنیو عملیاتو ادارې له قوله ویلي، چې د نویو پېښو ثبتېدو سره سږ کال خیبرپښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د ګوزڼ د ثبت شویو پېښو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.
روغتیاپالان وایي، پولیو ویروسي ناروغي ده، چې له پینځو کلونو کمعمره کوچنیان دایمي معلولولی شي.