د زابل ځایي مسوولینو ویلي، چې دې ولایت کې لسګونه تنه له بېلابېلو حرفوي زده کړو فارغ شوي دي.
د زابل د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ویلي، چې یادو کسانو د اېچ.اېچ.آر.ډي. موسسې په مالي ملاتړ په بېلابېلو کسبونو کې زده کړې ترلاسه کړې دي.
د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس ویلي، دغه روزنیز پروګرام کې ۶۳ مېرمنو ته د چرګانو د روزنې، ۱۶ تنو ته د خیاطۍ او ۱۷ نورو ته د ټیلیفون جوړونې برخه کې د زده کړو زمینه برابره شوې وه.
فارغو شویو کسانو هیله ښودلې، چې زده کړي کسبونه به د کورنۍ د نفقې په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.