ډېر لوستل شوي

ارزګان کې نږدې ۱۵۰۰ کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه

د ارزګان ولايت ځايي مسوولينو په “چنارتو” ولسوالۍ کې له ۱ زر او ۴۹۶ کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ د پيل خبر ورکړی دی.

په ياد ولايت کې د کلیو او بیا رغونې ریاست ویاند بشیر احمد حبیبي اميد راډيو ته ويلي، چې یادي مرستې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ او د کډوالو د (کا.ار.او) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ سره، ترسره کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ لېټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، ۰.۵ کیلو مالګه او ۱.۵ کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ مواد شامل دي. د ويلو ده، چې په ياد ولايت کې تر دې وړاندې هم له يو شمېر اړمنو کورنيو سره ورته مرستې ترسره شوې وې.

اړوند خبرونه