د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ستر مخالف او ترکیه کې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د کودتا بنسټګر فتح الله ګولن په امریکا کې ومړ.
نوموړی د ۸۳ کلونو په عمر پرون ماښام (یکشنبه، تلې ۲۹مه) په امریکا کې د زړه د حملې له کبله مړ شوی دی.
فتح الله ګولن په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د رجب طیب اردوغان پر وړاندې کودتا وکړه، چې یاده کودتا د ترکیې ولسونو پر مټ شنډه شوه. فتح الله ګولن د څو کتابونو څېړونکی او لیکوال هم پاتې شوی.