رسنیو د حزب الله ځواکونو له قوله ویلي، چې په “مرکبا ښارګوټي” کې یې د صهیونیستي رژیم د ځواکونو پر ټولي پراخ توغنديز بریدونه کړي دي.
حزب الله همدا راز ویلي، چې د اشغالي فلسطین پر نورو برخو یې هم ګڼ توغندي توغولي دي.
په همدې مهال د حزب الله رسنیز دفتر په ټینګار سره ویلي، چې د غزې او لبنان د خلکو دفاع به تر وروستیو پورې کوي. د دغو توغندیو په لګېدو سره د اشغالي فلسطین په ځینو برخو کې اورلګېدنې هم رامنځته شوي دي.