ډېر لوستل شوي

ترکي سوداګرو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، کابل ته راغلي ترکي سوداګریز پلاوي د کار چارو مرستيال مولوي محمد زاهد سره په کتنه کې بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

په دې کتنه کې د ياد هېواد سوداګرو د نفت او ګازو د اېستلو، کاليو جوړولو، موبل او فرنيچر جوړولو، سړک‌رغونې او ماشينرۍ په برخو کې خپلې غوښتنې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د ياد وزارت د کار چارو مرستيال یاد پلاوي ته د اسلامي امارت د پالیسۍ او اصولو په چوکاټ کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ترکيې، ايران او چين هېوادونو سربېره يو شمېر نور بهرنيو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.

اړوند خبرونه