د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رياست د روميانو په صادراتو کې د څو برابره ډېروالي خبر ورکړی.
د ياد رياست د مطبوعاتو مسوول محمد حنيف حقمل وايي، چې د روان لمريز کال په لړ کې له کندهار ولايت څخه ۶ زره او ۳۶۸ ټنه روميان پاکستان ته صادر شوي دي.
د نوموړي په خبره، چې تېر کال ۱ زر او ۱۱۶ ټنه روميان ياد هېواد ته صادر شوي و.
د ويلو ده، چې روان کال د کندهار ولايت په انارو کې هم زياتوالی راغلی دی.