ډېر لوستل شوي

۲۳ ولایتونو کې د ورښتونو او بادونو اټکل شوی

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت اړوندې هواپېژندنې ادارې لیکلي چې سبا(چهارشنبه، لړم دویمه) به د هېواد ۲۳ ولایتونو کې درانه ورښتونه وشي.

دې ادارې همدارنګه په ځینو سیمو کې د توندو بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل هم کړی دی.

 د دې ادارې د معلوماتو له مخې، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، تخار، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندز، پروان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، بامیان نورستان، بلخ او سرپل هغه ولایتونه دي، چې د ورښتونو شونتیا پکې ډېره ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په څو ختیځو ولایتونو کې سېلابونو ګڼو هېوادوالو ته مالي زیانونه اړولي وو.

اړوند خبرونه