د برېکس سرمشریزه ناسته پرون (سهشنبه، د لړم لومړۍ) تر ۳۰ د ډېرو هېوادونو د مشرانو په شتون کې پیل شوه.
دا سرمشریزه د تاتارستان په کازان کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په کوربتوب پيل شوې.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا دې غونډه کې له ګډون کوونکو لوړو پوړو چارواکو څخه ګڼل کیږي. د روسیې په ګډون چین، ایران، هند، برازیل، سویلي افریقا، عربي متحده امارت، مصر او اتیوپیا هغه هېوادونه دي، چې د برېکس تلپاتی غړیتوب لري. همدارنګه سعودي عربستان، ترکیې او اذربایجان هم دې سازمان کې د غړیتوب په پار رسمي غوښتنلیکونه وړاندې کړي.