ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت د سیاسي پرمختګونو په تړاو بحث وشو

سیاسي کمېسیون نن (چهارشنبه، لړم دوېمه) د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له اجنډا سره سم د سیاسي کمېسیون غړو د افغانستان او سیمې اړوند پر وروستیو حالاتو او مهمو مسایلو خپل اندونه او انګېرنې وړاندې کړې.
‏همدرانګه د یاد کمېسیون غړو د اسلامي امارت د سیاستونو د څرنګوالي او پرمختګونو ارزونه وکړه او د اسلامي نظام د اصولو په ښه پلي کېدو یې ټینګار وکړ.
یاده دې شي، چې سیاسي کمېسیون له خپل مهال وېش سره سم د هېواد، سیمې او نړۍ وروستي سیاسي حالات ارزوي او په تړاو یې پرېکړې کوي.

اړوند خبرونه