د کور او ښار جوړولو چارو وزارت سرپرست شيخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د ترکي کمپنۍ له مسوولينو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د جمهوريت روغتون پر لا معياري کېدو يې خبرې کړې دي.
په همدې مهال د ترکي کمپنۍ مسوولينو ويلي، که زمينه ورته برابره شي، د ياد روغتون ټولې چارې او څانګې به په معياري ډول جوړې کړي. د ويلو ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې په هېواد کې د ټولو خدماتي چارو څانګې او خدمات، معیاري کړي.