ډېر لوستل شوي

د خالد غږ په نامه راډيويي نشرات پيل شول

ملي دفاع وزارت د ۲۰۱ خالد بن وليد “رض” قول‌اردو په قرارګاه کې  د “خالد غږ” په نامه اسلامي راډيو د نشراتو د پيل خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، دې راډيو په «۱۰۷،۷ اف.ايم» څپو خپل نشرات د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل کړل. د مسوولينو په خبره، چې ياده راډيو به د اسلامي او شرعي احکامو په رسولو او همدا راز د افغانانو ترمنځ د يووالي او سولې فضاء په رامنځته کولو کې اغیزمنه ونډه ترسره کړي.

اړوند خبرونه